JavaScript is required

ژر پیل کیدونکی وړکتون (Early Start Kindergarten) - پښتو (Pashto)

که تاسود مهاجرو یا پناه غوښتونکي له ډلې څخه یاست، یو پروګرام چې د (ESK) یا (ژر پیل کیدونکی وړکتون) په نوم یادیږي شته.

که تاسود مهاجریا پناه غوښتونکي له شالید څخه یاست نو تاسوکیدای شي چې د لومړني پیل وړکتون (ESK) لپاره وړ یاست. ESK کولای شي د دې ډاډ په ترلاسه کولو کې له تاسو سره مرسته وکړي چې تاسوهره اونۍ د خپل ماشوم لپاره د وړکتون د وړیا پروګرام د ساعتونو ډېره اندازه ترلاسه کړئ.

په 2023 کال کې، د درې کلن وړکتون پروګرامونه په اونۍ کې له ۵ څخه تر ۱۵ ساعتونو پورې دي او د څلور کلن وړکتون پروګرامونه د ۱۵ ساعتونو لپاره دي. د ESK له لارې نوم لیکنه په هره اونۍ کې د درې کلن او څلورکلن وړکتون په پروګرامونو کې د بشپړو ۱۵ ساعتونو تضمین کوي. دا د هغو ماشومانو لپاره دی چې:

  • د مهاجر یا پناه غوښتونکي له کلتور څخه دي
  • د اصلي بومي او/یا توریس سټریټ ټاپو په توګه پیژندل کیږي
  • کورنۍ یې د ماشوم د ملاتړسره اړیکه لري

پرته له دې چې دوی په ویکټوریا کې چیرې اوسیږي دا ماشومان کولای شي د پیل په وخت کې په اونۍ کې ۱۵ ساعته وړیا یا ټیټ لګښت وړکتون ته لاسرسی ولري. د دوی اوسنی لاسرسی اوساعتونه چې دوی یې ترلاسه کوي، بدل به نشي.

څنګه غوښتنلیک ورکولای شئ

ESK د ټولو وړکتونونو په پروګرامونو کې شته چې د وړ ښوونکي له خوا وړاندې کیږي. تاسو کولای شئ خپل ماشوم د خپل نږدې وړکتون سره د اړیکې د نیولوله لارې ثبت کړئ او د ژر پیلېدونکي وړکتون بسپنې ته د لاسرسي غوښتنه وکړئ. وړکتونونه کولای شي د وړیا ژباړې خدمت ته لاسرسی پیدا کړي ترڅوستاسو په ژبه کې له تاسوسره مرسته وکړي.

تاسو کولی شئ د مرستې لپاره د ښوونې او روزنې وزارت د درې کلن وړکتون د پوښتنو ټیلیفوني کرښې ته په 1800 338 663 شمېره زنګ ووهئ یا د خپلې محلي ښاروالي سره هم اړیکه ونیسئ. په خپله ژبه کې د مرستې ترلاسه کولو لپاره تاسو کولای شئ 131 450 د ژباړې اوترجمې د ملي خدمت شمېرې ته زنګ ووهئ، له ژباړونکي څخه وغواړئ چې ستاسوسیمه ایزې ښاروالۍ یا د ښوونې او روزنې څانګې ته زنګ ووهي، او ژباړونکی به په تلیفون کې پاتې شي او ترجماني به وکړي.

کله غوښتنلیک ورکولای شئ:

هغه ماشومان د ESK لپاره وړدي، په کوم کال کې چې دوی وړکتون ته د تګ لپاره نوم لیکنه کوي د همدې د کال د اپریل له ۳۰ مې څخه مخکې باید درې کلن شوي وي. دا وګورئ چې کله باید نوم لیکنه وکړئ

تاسو دا اختیار لرئ چې خپل ماشوم ښوونځي ته په پنځه کلنۍ یا شپږ کلنۍ کې ولېږئ. بیا، دوی کولای شي په کوم کال کې چې دوی درې یا څلور کلن کیږي ESK ته لاسرسی پیدا کړي.

که ستاسود ماشوم د زیږېدنې ورځ د جنوري له 1 څخه تر30م د اپریل پورې وي، تاسو به اړتیا ولرئ په دې کار وکړئ چې د ښوونځي د پیل او ESK ته د لاسرسی کال پیدا کړئ. تاسو خوښولای شئ چې خپل ماشوم ښوونځي ته په پنځه کلنۍ یا شپږ کلنۍ کې ولېږئ. بیا، دوی کولای شي په کوم کال کې چې دوی درې یا څلور کلن کیږي ESK ته لاسرسی پیدا کړي. که تاسومرستې ته اړتیا لرئ، چې پوه شئ کله ستاسوماشوم د ESK لپاره وړدئ، تاسو کولای شئ د پوهنې څانګې، خپلې سیمه ایزې ښاروالۍ ، خپل د موراوماشوم روغتیایی نرس، یا خپل سیمه ایز وړکتون، یا خپلوسیمه ایزو لاندنیو سازمانونو سره اړیکه ونیسئ

  • ددری کلنو ماشومانو د وړکتون د معلوماتو شمېره1800 338 663
  • Brotherhood of St Laurence 03 9483 1183
  • Foundation House 03 9389 8900
  • د Fka د ماشومانو خدمت 03 9428 4471
  • VICSEG New Futures 03 9383 2533

Updated