د کورنیو لپاره لارښود
![Title page on purple background with illustration of two children playing, text displayed is Guide for Families.](/sites/default/files/2025-01/kinder-kit-2025-image-1.jpg)
ستاسو د وړکتون د الاتو د کڅوړې په اړه
لوبه ستاسو د ماشوم د زده کړې او پرمختګ د ملاتړ لپاره ساتیري او په زړه پورې لار ده. والدین، پالونکي او کورنۍ د دې سفر لویه برخه دي.
د وړکتون بستې د کتابونو، تعلیمي لوبو او فعالیتونو څخه ډک شوي چې ستاسو د ماشوم او کورنۍ لپاره په کور کې د خوند اخیستلو لپاره جوړ شوي.
د وړکتون هره بسته کې هغه توکي شامل دي چې په ځانګړي توګه د دریو کلونو ماشومانو لپاره جوړ شوي.
![Illustration of three children playing. One is reading a book, one is colouring in, one is holding animal finger puppets.](/sites/default/files/2025-01/kinder-kit-2025-image-2.jpg)
د ویکټوریا د لومړیو کلونو د زده کړې او پراختیا چوکاټ
د ماشومتوب لومړني ښوونکي او روزونکي ستاسو د ماشوم دودې او زده کړې ملاتړ کوي.
د وړکتون پروګرامونه د ویکټوریا د لومړیو کلونو د زده کړې او پراختیا چوکاټ (VEYLDF) کاروي.
ستاسو د وړکتون په بسته کې هرڅه د VEYLDF د ۱ یا ډېرو زده کړو او پراختیا له پایلو سره تړلي دي:
پیژندنه
زده کړه
ټولنه
اړیکې
هوساینه
د شا بکسه
د وړکتون د الاتو د شا بکسه هره ورځ کارول کیدای شي.
ستاسو ماشوم کولای شي خپله رسامي د کارت بورډ (کلک کاغذ) په شا باندې تمرین کړي، تر څو دوی پوه شي چې د شا کومه بکسه د دوی ده.
د شا بکسه خلاصه کړئ او د چسپکو په وسیله یې وتړئ. د خیالي لوبې لپاره د احساس سطحه وکاروئ.
![](/sites/default/files/2025-01/kinder-kit-2025-image-3.jpg)
د شا د بکسې تسمې کلکې یا سستې کړئ ترڅو د شا بکسه ستاسو د ماشوم په شا له ملا سره سمه وي.
د لوبو په سټیکرونو سره یو باغ جوړ کړئ.
د نوم په ټب (کاغذ) کې د رسم کولو لپاره یې تشویق کړئ.
د لیکلو مخکني مهارتونه تمرین کړئ.
لوستل
لوستل ډېره ښه لاره ده چې د کورنۍ په څېر یوځای وخت تېرکړئ دا د سواد د زده کړې له پراختیا سره دمرستې له مهمو لارو څخه یوه لاره ده.
له خپل ماشوم سره د کیسې د منظم وخت شریکول به د دوی د تخیل او لغتونو په وده کې مرسته وکړي.
![](/sites/default/files/2025-01/kinder-kit-2025-image-4.jpg)
یوځای یو کتاب غوره کړئ.
د اوسیدو او لوستلو لپاره یو آرام ځای ومومئ.
دوی ته وخت ورکړئ چې خپل نظرونه وړاندې کړي چې په کیسه کې به څه راشي.
بېلابېل غږونه وکاروئ.
نقاشي او نښه جوړول
نقاشي او نښه کول ماشومانو ته اجازه ورکوي چې خپل ځان په تخلیقي ډول څرګند کړي. په کاغذ باندې د ټوټو جوړولو په تجربه کولو سره، ماشومان:
د لاسونو د ښه خوځونې مهارتونو ته وده ورکوي، کوم چې د لیکلو د زده کړې لپاره مهم دی
د لاس او سترګو همغږي یې ښه کوي
د رنګونو، شکلونو، نمونو او کرښو په اړه زده کړه کوي
خلاقیت څرګندوي
له نورو سره اړیکه نیسي.
![](/sites/default/files/2025-01/kinder-kit-2025-image-5.jpg)
خپل ماشوم وهڅوئ چې د انځور ایستلو له پروسې څخه خوند واخلي. نقاشي کولای شي په ځان د باور په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
د رسامي پر مهال خبرې وکړئ.
رنګونه او شکلونه په پام کې ونیسئ او نوم یې واخلئ.
تخلیقي فعالیتونه
تخلیقي لوبې ستاسو د ماشوم ټول ۵ حواس هڅوي - لید، بوی، اوریدل، لمس او خوند. دا ستاسو په شاوخوا کې د نړۍ د سپړلو، موندلو او زده کولو لپاره په زړه پورې لاره ده.
![](/sites/default/files/2025-01/kinder-kit-2025-image-6.jpg)
د حوصلې تمرین کولو ته یې وهڅوئ کله چې د بلاکونو څخه یو شی جوړوي. که دا بلاکونه راولویږي، ستاسو ماشوم کولای شي درې ژورې ساه ګانې واخلي او بیا هڅه وکړي
هڅه وکړئ د لوبی اوړه د توب په شان ګرد کړي، شکلونه ترې جوړ کړي، هوار یې کړي، او بیا یې ګډ کړي
په ګډه موسیقي جوړه کړئ. د خپلو لاسونو په وهلو سره یا په کورکې د شیانو په وهلو سره د موسیقۍ ډول ډول تالونه جوړ کړئ
بهر کې لوبه
تر نظر لاندې بهرنۍ لوبې ستاسو د ماشوم لپاره د ودې، پرمختګ او هوساینې لویه برخه ده.
ماشومان کولای شي:
د طبیعت په اړه د زده کړې له لارې د ساینس سره اړیکې وپلټئ او وده ورکړي
د آزادۍ احساس ترلاسه کړي
په ټولنیز ډول د نورو ماشومانو سره اړیکه ونیسي
کله چې لوبې کوي دا زده کړئ او وسپړئ چې څنګه ښه ټاکنه وکړئ
د ټول بدن حرکت، د لاس او سترګو همغږي او د ښه لاس خوځونې او خلاقیت مهارتونو ته وده ورکړي.
![](/sites/default/files/2025-01/kinder-kit-2025-image-7.jpg)
د پاڼو په اړه خبرې وکړي او د مختلفو رنګونو او شکلونو نومونه واخلي.
تخمونه په ګډه وکرئ.
د طبیعت سره اړیکه ونیسئ. زموږ د چاپیریال ساتنې په اړه خبرې وکړئ.
د شګو د کلا جوړول.
ډراماتيکه لوبه
ډراماتيکه لوبه ماشومان هڅوي چې په خيالي کيسو عمل وکړي او د نورو کرکټرونو رول ولوبوي.
ماشومان د ډراماتیکو لوبو په کولو سره د ژبې او ټولنیزو مهارتونو تمرین کوي، په شمول د:
د نویو نړیو سپړنه او جوړول
شریکول او نوبت ورکول
د یو بل سره د متقابل عمل او خبرو اترو لارې.
![](/sites/default/files/2025-01/kinder-kit-2025-image-8.jpg)
ددې حیواناتو نومونه په انګلیسي ژبه او نورو ژبو واخلئ.
سمبولونه جوړ کړئ.
کیسې جوړې کړئ.
د مختلفو احساساتو د سپړلو او څرګندولو لپاره ګوډاګی وکاروئ.
لوبې
د کورنۍ او ملګرو سره لوبې کول ستاسو د ماشوم د ټولنیزو مهارتونو د ودې لپاره ښه لاره ده.
لوبې کولای شي له ماشومانو سره د شمېرلو، ژبې او د ستونزو د حل د مهارتونو په زده کړه کې مرسته وکړي.
![](/sites/default/files/2025-01/kinder-kit-2025-image-9.jpg)
د لوبې قواعد زده کړئ او د نوبت ورکولو تمرین وکړئ.
د ستونزو د حل او د حافظې مهارتونه تمرین کړئ.
د شمېرو په اړه بحث وکړئ اود شیانو په شمېرلو تمرین وکړئ.
د ټولنې جوړول
لوبه دا ده چې ماشومان څنګه د خپل ځان او شاوخوا نړۍ په اړه کشف او زده کړه وکړي. د ماشومانو لپاره، لوبې او زده کړه په ګډه پرمخ ځي. ستاسو د وړکتون په بسته کې توکي له تاسو سره مرسته کوي، چې د توپیر او بېلابېلو کلتورونو په اړه خبرې اترې وکړئ.
![](/sites/default/files/2025-01/kinder-kit-2025-image-10.jpg)
له خپل ماشوم سره د نورو هېوادونو او د دوی د اصلي حیواناتو په اړه خبرې وکړئ.
د نړۍ نقشه وګورئ ترڅو ووینئ چې بېلابېلې ژبې له کوم ځای څخه سرچینه اخلي.
د هویت درناوی
د ټولو کلتورونو په اړه د زده کړې لپاره د ماشومانو هڅول، پوهې،منلو او وياړته وده ورکوي. د اسټرالیا د اصلي او د توریس سټریټ ټاپو د خلکو کلتورونه ، او دلته په ویکتوریا کې، کوري کلتورونه نن ورځ ژوند او وده کوي. مونږ ویاړو چې دوی په بستو کې د لیکوالانو او هنرمندانو په توګه لمانځو. دلته ځینې فعالیتونه شته چې ستاسو له ماشوم سره د کوري دودونو او کلتورونو په اړه په زیاته زده کړه کې مرسته کوي:
![](/sites/default/files/2025-01/kinder-kit-2025-image-11.jpg)
د شیانو یا حیواناتو لپاره د کوري سمبولونه زده کړئ.
د کوري کلتورونو، مشرانو او اتلانو په اړه زده کړه او خبرې وکړئ.
د هیواد د پیژندلو اهمیت ومومئ.
د ویکټوریا د ابریجینل زدکړې د ټولنې شرکت ویب پاڼه په زړه پورې، ښکېلوونکي فعالیتونه لري چې کوري دودونه او کلتورونه سپړي. د نورو معلوماتو لپاره ویب پاڼې ته لاړ شئ.
په آسلان کې (Auslan) کتابونه
آسلان د اشارو ژبه ده چې د ویکټوریا د ماشومتوب د لومړنۍ ژبې په پروګرام کې کارول کیږي. دا پروګرام د څلورو کلنو په ځینو وړکتونونو کې شتون لري.
د ماشومانو لپاره چې په ځوانۍ کې بله ژبه زده کوي ډیرې ګټې لري، په شمول د:
د لوستلو او لیکلو د مخکیني مهارتونو زیاتوالی
د بدلون وړ پوهېدنه
د ځان د درناوي لوړول او هوساینه
پیاوړی کلتوري هویت.
د 2025 کال د وړکتون په بستو کې په شاملو ډېرکتابونو کې د آسلان ژباړه شته.
![](/sites/default/files/2025-01/kinder-kit-2025-image-12.jpg)
د آسلان له لارې احساسات څرګند کړئ.
په آسلان کې سلام ووایاست.
هوساینه او اضافي مرسته
ټول ماشومان په بېلابېل ډول او په خپل سرعت سره زده کړه کوي. د وړکتون بستې ستاسو د ماشوم لپاره کتابونه او دزده کړې لوبې وړاندې کوي چې کیدای شي په ډېرو او بېلابېلو لارو وکارول شي ترڅوټولې وړتیاوې وننګوي.
که تاسو یا ستاسو ماشوم نورو مرستو ته اړتیا لرئ، له لاندې لارو مرسته ترلاسه کولای شئ:
![](/sites/default/files/2025-01/kinder-kit-2025-image-13.jpg)
د ویکټوریا د وړکتونونو ښوونکي داسې مهارتونه او پوهه لري چې مرسته وکړي. د خپلو پوښتنو په اړه د خپل ماشوم د ښوونکي سره خبرې وکړئ
د خپل ډاکټر یا میندو او ماشوم لیدو لپاره وخت ونیسئ روغتیایی نرس ستاسو د پوښتنو په اړه بحث کولو لپاره
د وړیا، محرمو سلا مشورو او مرستو لپاره د والدينو شمېرې ته پر 89 22 13 شمېره زنګ ووهئ
د ماشومتوب په لومړیو زده کړو کې دندې
د ویکتوریا د وده کونکي وړکتون په سکتور کې د دندې په پیل کولو غور وکړئ. تر څو له تاسو سره مرسته وکړي چې د ماشومتوب لومړني ښوونکی یا روزونکی شئ، هغه دادي:
د بدلون وړ زده کړو لارې چارې
سخاوتمندانه بورسونه
مالي هڅونې.
![Illustration of two children sitting on the floor playing with blocks while two adults talk, speech bubble from one adult with text](/sites/default/files/2025-01/kinder-kit-2025-image-14.jpg)
د خپل وړکتون کټ بسپنه ورکول
کله چې ستاسو ماشوم د خپل وړکتون د بستو توکي پای ته ورسوي، نورو ته یې دوړیا ورکولو په هکله فکر وکړئ ترڅو یو بل څوک یې خوښ کړي او کار ترې واخلي.
کله چې پریکړه کوئ چې کوم توکی په وړیا توګه ورکول کیدای شي، یو ګټوره لارښووونه داده: چې زه کولای شم دا یوه ملګري ته ورکړم؟ که ځواب هو وي نو صدقه ورکول یې مناسب دي.
د مناسبو توکو بسپنه کول د پایښت او د اقلیم د بدلون سره د مبارزې لپاره حیاتي ده.
![Illustration of two children adding kinder kit items to a donations box.](/sites/default/files/2025-01/kinder-kit-2025-image-15.jpg)
Updated